کاناډا غواړي له افغانستان سره خپلي مرستي یو ځل بیا پيل کړي

ځینو لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چي کاناډا غواړي له افغانستان سره خپلي بشري مرستي یو ځل بیا پیل کړي.
د راپورونو له مخي د دغه هیواد په پارلمان کي د بېلابېلو ګوندونو له استازو څخه جوړي سوي کمېټې له اوټاوا څخه غوښتي چي له افغانستان سره بشردوستانه مرستي دي بیرته پیل سي.
د کاناډا د خوندیتوب وزارت په خپل یوه راپور کي ویلي، چي اوټاوا پلان لري دا پروسه په نږدې راتلونکي کي پيل او د دې کال تر پایه پوري يې بشپړ عملیاتي ظرفیت ترلاسه کړي.
په دې راپور کي زیاته سوې چي افغانستان دا مهال د خوراکي توکو د نه خوندیتوب، اقتصادي ستونزو او طبعي پيښو له امله له بشري ناورین سره مخ دی چي باید مرسته یې وسي.
ملګرو ملتونو هم په خپل تازه راپور کي له دې مخکي ویلي وه چي په افغانستان کي تر ۲۳ میلیونه ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.