کاناډا په افغانستان کي د خپل پوځي ماموريت د پای ته رسيدو لسمه کليزه ولمانځل

دا مراسم د هغو ۴۰۰۰۰ پوځيانو ددرناوي په موخه نيول سوي وه کوم چي ۱۳ کاله يي په افغانستان کي ماموريت ترسره کړ ددې ماموريت په جريان کي ۱۵۸ پوځيانو ژوند له لاسه ورکړ

په افغانستان کې د کاناډايي پوځیانو د ماموریت اصلي موخه د طالبانو پر وړاندې په هغو پوځي عملیاتو کې برخه اخیستل و، چې د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د هغوی په خلاف پیل سوي و. د راپورونو له مخې، کاناډا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو په ماموریت ۱۸ میلیارډه امریکايي ډالره لګولي دي.
په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت په ۲۰۱۴ کال پای ته ورسېد، خو د افغان امنیتي ځواکونو روزنې بیا تر ۲۰۲۱ کاله پورې دوام درلود.