کتاب پلورونکي: کندهار کي د کتاب اخېستلو فرهنک پیکه سوی

د اپرېل ۲۳ مه د کتاب نړۍواله ورځ ده، په کندهار کي کتاب پلورونکی د کتاب پلورولو د ساړه بازار یادونه کوي او وايي چي د کتابونو اخېستلو بازار په ټپه ولاړ دئ.
د کندهار ښار یو شمېر کتاب پلورونکو د څراغ تلوېزیون سره د خبرو پر مهال ویلی دي، چي په دغه ولایت کي د مطالعې دود کم سوی، چي له امله ئې د کتابونو د اخېستلو بازار هم پیکه سوی دئ.
دغه کتاب پلورونکي وايي، چي د کتاب د نړۍوالي ورځې یا دې ته ورته نورو ځانګړو ورځو په مناسبت د کتابونو په قیمتونو کي تخفیف هم ورکوي، خو بیا هم په ډېر کم تعداد ځوانان کتابونه اخلي.
هغوی پر کندهاري ځوانانو ږغ کوي، چي د کتاب او مطالعې سره دي اړیکه قایمه او دوامداره وساتي.
د یادوني وړ ده، چي د اپرېل د میاشتي ۲۳مه هر کال د نړۍ په زیاتره هیوادونو کي د کتاب د نړۍوالي ورځي په بهانه لمانځل کېږي او په دغه ورځ د نړۍ په زیات شمېر هیوادونو کي د کتابونو ځانګړي نندارتونونه پرانیستل کېږی، ترڅو خلګ ئې د مطالعې د فرهنګ سره اشنا او دغه فرهنګ ژوندی وساتي.