د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپل ايکس پاڼه باندي د پاکستاني پوليسو له خوا د افغان کډوالو سره پر بدچلند باندي نيوکه کړي. هغه ويلي دي چي د پاکستاني پوليس د افغان کډوالو سره ناوړه چلند، د افغان کډوالو مالونه چور کول او هغوی په زور او جبر له پاکستان څخه شړل د ښه ګاونډيتوب په معنی نه دي. هغه زياته کړي چي پاکستان دي د افغان کډوالو سره د ښه ګاونډيتوب او نړۍوالو اصولو پر بنست چلند وکړي.
هغه هیله څرګنده کړې چي له هېواده د کډوال کېدو ټول لاملونه، په ځانګړې توګه په لېسو او پوهنتونونو کي د نجونو د زده کړو ممانعت دي له منځه ولاړ سي ترڅو هیڅوک د وطن پریښودو ته اړ نه سي.