کرزی: پر پکتیکا برید پر ملي حاکمیت برید دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کي د پاکستاني الوتکو د بریدونو په غبرګون کي ویلي چي، پر پکتیکا برید د افغانستان پر ملي حاکمیت برید دی.
کرزي پر خپله اکسپاڼه د خواشیني په څرګندولو سره دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي چي، د افغانستان او پاکستان په اړیکو کي خرابوالی د پاکستان د ناسمو سیاستونو پایله ده.
کرزی دا څرګندوني داسي مهال کوي چي، پرون ماخوستن پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ بریدونه وکړل او سیمه ییز راپورونه وايي چي، د دغه بریدونو له امله د ښځو او کوچنیانو په ګډون لګسونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.