کرن ډيکر وايي، افغانستان د خپلو ټولو خلکو له مشارکت پرته پرمختګ نه‌سي کولای

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره کرن ډیکر وایي، افغانستان د خپلو ټولو خلکو له مشارکت پرته پرمختګ نه‌سي کولای.

اغلي ډیکر دا خبره په افغانستان کي د نجونو د زده‌‌‌کړو تر محدودیت پوري پرون په خپلي ایکس‌پاڼه لیکلې ده.

نوموړې زیاتوي چي، متحدایالتونه په افغانستان کي د ټولو لپاره د یو ډول زده‌‌کړو غوښتنه کوي.

روانه اوونۍ په نړۍ کي د زده‌کړو د اوونۍ په توګه لمانځل کېږي، خو په افغانستان کي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌‌‌کړو بندیزونه لګېدلي دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌‌‌مخي د دغو بندیزونو په خاطر په افغانستان کي تر یو میلیون او څلور لکه ډېري نجوني له زده‌‌‌کړو محرومي سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *