کرن ډيکر وایي، امريکا د افغان نجونو ملاتړ کوي

د افغانستان لپاره د امريکا متحده‌ايالاتونو شارژدافېره وايي، امريکا د هغو نه ستړي کېدونکو افغان نجونو ملاتړ کوي، چي د تعلیم او بنسټونو ازادیو په برخه کي له خنډونو سره مخامخي دي.

کرن ډیکر پرون د نجونو نړیوالي ورځي په مناسبت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چي افغانه نجلۍ هره ورځ د زده‌کړي، ودي، کار او پرمختیا د فرصتونو مستحقه ده.

د هغې په لیکنه، د افغانستان راتلونکی، د دغو نجونو له ونډي پرته نه‌سي یقیني کېدلای.

په‌دې مناسبت پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، له ټولنیز ژوندانه او تعلیم څخه د نجونو محرومېدل نه جبرانیدونکي زیانونه لري.

پرون تر دې مخکي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي روزا اوتونبایوا د نجونو نړیوالي ورځي په مناسبت په یوه اعلامیه کي ویلي، دوی په افغانستان کي دغه ارزښتناکه ورځ په ډېر خپګان سره لمانځي، ځکه چي له ۱۱۲۰ ورځو راپه‌دې‌خوا له ۱۲ کلونو څخه د ډير عمر لرونکو نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *