په افغانستان کي په غیردولتي ادارو کي د ښځو پر کار د بندیز د دوېیمي کلیزي په پوره کیدو سره هممهاله د دغه بندیز د غندني په تړاو د نړیوالو غبرګونو په لړ کي د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېري کرن ډیکر هم ویلي چي د دغه بندیز له امله د بې شمېره خلکو ژوند سخت اغېزمن سوی دی.
په قطر کي د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیري د ایکس په ټولنیزه شبکه پر افغانانو باندي د دغه بندیز اغیزې ډیري سختي یادي کړي او په بشرپاله چارو کي یې د ښځو پر ګډون باندي ټینګار کړی دی.
د اقتصاد وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ د یو مکتوب په ترڅ کي په افغانستان کي په غیر دولتي موسسو کي د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د شادژدافیري د دغه غبرګون وړاندي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم دغو دواړو بندیزونو ته غبرګون ښودلی وو او د طالبانو څخه یې د دغو دواړو پریکړو د لغوه کیدو غوښتنه کړې وه.