کرن ډېکر وایي، افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندي د مبارزې په سر کي دی

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیري کرن ډېکر د مځکي نړیوالي ورځي په مناسبت ویلي چي افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندي د مبارزې په سر کي دی او دا د ټولو دنده ده چي د مځکي کره خوندي کړي.
هغې نن دوشنبه پر خپله اېکس ‌پاڼه لیکلي چي کوچني کارونه لوی توپیر رامنځته کوي او د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو مخه باید په ګډه ونیول سي.
د مځکي نړیواله ورځ د اپریل میاشتي له ۲۲ نیټې سره برابره ده او هرکال په دې موخه لمانځل کیږي چي د مځکي او چاپیریال په اړه د خلکو پوهاوی زیات سي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا یواېن ‌ډي ‌پي مخکي ویلي وه چي افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي بدلون څخه کړېږي او باید له دغه هیواد سره د مرستي لپاره اغېزمن اقدامات وسي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم د مځکي نړیوالي ورځي په مناسبت ویلي چي د مځکي کره اقلیمي بدلون، د هوا ککړتیا او د ژوند تنوع ګواښي.
د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کي په دې ورځ په ډله ییزه توګه یا هم د اشر په بڼه د مځکي د ښه کولو په نیت اقدامات کیږي.