کريم خرم : ط..البان دي تاريخي آبدې نه ورانوي بلکي ساتنه دې وکړي

د افغانستان پخوانی د اطلاعاتو او فرهنګ وزير کریم خرم پر خپله ايکس پاڼه باندي ليکلي دي، چي ط..البان د کابل زړه، د همزنگ سیمه کي د امیر دوست محمد خان ښوونځی، هغه تاریخي ودانۍ چي د معاصر تاریخ پوهانو له قوله د امیر دوست محمد خان د میرمني او د امیر شیرعلي خان د مور بي بي حلیمې د استوگنځي په توګه جوړه سوې، اوس د ویجاړیدو له جدي ګواښ سره مخ ده.
د هغه په وينا چي دا ودانۍ، چي د کابل دریاب په غاړه د افغانستان د بډايه تاريخي آبداتو څخه شمېرل کیږي، نه یوازۍ د لرغونو دیوالونو یوه جوړښت دئ، بلکي د یو ملت د تاريخ، هویت، او یادونو ژوندۍ نښه ده.
خرم وايي چي اوس ط..البان دغه ودانۍ د کابل د ښاري پراختیا او سړکونو پراخولو په نقشه کي ويجاړه وي، چي د دغه ودانۍ ويجاړول د افغانانو د يوه فرهنګي ميراث د وژلو په مانا ده.
هغه د ط..البانو د کابل د ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتنه کړې ده، چي د افغانانو د دغه فرهنګي ميراث ساتنه دي وکړي.