کرکټ؛ د نړیوال جام سیالیو په نوملړ کي ګربز او فاروقي یو ځل بیا لومړي مقامونه خپل کړي

د نړیوال جام سیالیو نوملړ کي د افغان لوبډلي دوه لوبغاړي ګربز په توپوهنه او فاروقي په توپ‌اچونه کي یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړی دی.
د کرکټ نړیوالي شورا له ۵۲ لوبو وروسته نن د ۵ غوره توپ اچوونکو او پنځه غوره توپ‌وهونکو نوملړ خپور کړی چي له مخي یې ګربز په توپ‌وهنه او فاروقي په توپ‌اچونه کي لومړی مقام خپل کړی دی.
د دې نوملړ له مخي د توپ‌اچوني په برخه کي فضل الحق فاروقي په ۱۶ ویکټو او رحمن‌الله ګربز د ۲۸۱ منډو په لرلو سره لومړی مقام لري.
د فاروقي سربېره راشد خان په ۱۴ ویکټو سره دریم او نوین الحق په ۱۳ ویکټو سره پنځم مقام خپل کړی دی.