کرکټ بورډ د چمپینز ټرافۍ لپاره ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن یکشنبه د اتلانو جام ( چمپینز ټرافۍ) لپاره ۱۵ـ کسیزه لوبډله اعلان کړه چي ګڼ شمېر مخکښ افغان لوبغاړي پکښي انتخاب سوي دي.
کرکټ بورډ وايي، چي د اتلانو جام سیالۍ به د راتلونکي فبرورۍ میاشتي په ۱۹مه نېټه د پاکستان او عربي متحده اماراتو په کوربتوب پيل سي.
د کرکټ بورډ غوراوي کمیټې له لوري په اعلان سوې لوبډله کي حشمت الله شهیدي لوبډلمشر دی او د لوبډلي په ترکیب کي نور غوره سوي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، رحمت شاه، اکرام علیخل، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، الله محمد غضنفر، نوراحمد، فضل حق فاروقي، فرید ملک او نوید ځدراڼ دي.
همدارنګه دروېش رسولي، ننګیالی خروټی او بلال سمیع بیا د احتیاطي لوبغاړو په ډلګۍ کي شامل سوي دي.