کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان پي این جي ته ماته ورکړه او د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته یې لار پیدا کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي په روان شل اوریز نړيوال جام کي په خپله درېیمه لوبه کي د پاپوا نیوګیني یا پي این جي لوبډلي ته په ماته ورکولو سره د دې سیالیو بل پړاو ته لار پيدا کړه.
په دغه سیالي کي افغانستان وتوانېدی د پي این جي د ۹۶ منډو هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو په څه باندي ۱۵ اوورونو کي پوره کړي.
د افغانستان لپاره په توب اچونه کي فضل الحق فاروقي د مقابلي لوبډلي ۳، نوین الحق ۲ او نور احمد یوه ویکټه واخیستل او پاته څلور لوبغاړي یې رن اوټ سول.
دغه راز د افغانستان لپاره په توپوهنه کي بیا ګلبدین نائب ۴۹ ناسوځېدلي او محمدنبي عیسی خېل ۱۶ ناسوځېدلي منډي وکړې.
تمه ده افغانستان د اتو غوره لوبډلو په پړاو کي له هند، اسټرالیا او یوې بلي لوبډلي سره چي احتمالاً د ډي ګروپ دویمه لوبډله به وي مخ سي.
خو تر اتو غوره پړاو مخکي افغانستان د جون په اتلسمه راتلونکې سه شنبه له کوربه ویست اینډیز سره مخ کیږي.