کندهار؛ دوهم تعقیب: د امنیې قوماندانۍ په نننیو چاودنو کي ۱۸ تنه ټپیان او یو وژل سوی

روغتیایي سرچینې وايي، د کندهار د امنیې قوماندانۍ له نننۍ پیښي څخه اتلس تنه ټپيان او د یوه کس جسد وروړل سوي دي.
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي چي، نن پنج شنبه سهار وختي د یادي قومندانۍ اړوند وسلو په یوه ډيپو کي د چاودنه سوې.
چارواکو ویلي، چي په دې چاودنه کي څلور تنه ټپيان سوي او بل کوم چا ته زیان نه دی رسېدلی.
خو ځیني روغتیايي سرچینو ویلي، چي دې پيښي څخه میرویس روغتون ته اتلس تنه ټپيان او د یوه کس جسد وروړل سوی.
تر اوسه څرګنده نه ده چي په دغه ډیپو کي د چاودني لامل څه وو او کوم ډول وسلې پکښي ساتل کېدلې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *