کندهاري باغوانان کشمشو ته د نړیوالو بازارونو د پیداکیدو غوښتنه کوي.

په کندهار کي سږ کال د کشمشو حاصلات زیات سوي خو بیه یې کښته ده او باغ لرونکي وايي، باید کشمش تر نړیوالو بازارونو پوري ورسیږي تر څو په ښه بیه خرڅ سي.

کشمش له افغانستان څخه تر ډېره پاکستان او هند ته صادریږي چي اکثره وخت په دې لار کي ستونزي ورته جوړیږي.