کندهار ښاروالي وايي چي په دغه ولايت کي د شپي دبازار د جوړولو پلان لري، د کندهار د ښاروالۍ د مسؤلينو په وينا چي دغه بازار د کندهاري ولس د هوساکېدو او د ضرورت په اساس جوړوي.بلخوا د کندهارښاريانو په ټولنيزو رسنيو کي يادي موضوع ته په اشاره ويلي دي، چي کندهار ښاروالي دي د شپي د بازار پر ځای د ورځي بازار سم کړي، د کندهار ښار کنډ او کپر سړکونه دي جوړ کړي ترڅو کندهارښاريان هوساسي.
د ټولنيزو رسينو يو بل کارونکي بيا دشپي دبازار پر جوړولو نيوکه کړې او ليکلي ئې دي، چي د شپي د بازار پر ځای کندهار کي اوس مهال ډېره اړتيا د ښځو د يوه بازار جوړول دي تر څو ښځمني د نارينو څخه جلابازار کي سودا وکړي.
دغه راز يو بل کس بيا ليکلي چي د شپي د بازار پر ځای دي د کندهار ښار کثافت دانۍ پروخت پاکي کړي او ښاري ښکلا دي په نظر کي ونيسي.