څراغ تلوېزيون د کندهار د ط..البانو هغه پرېکړه تر لاسه کړې، چي غواړي د میرویس حوزوي روغتون د سترګو، عصبي، جلدي، اورتوپیدي، نیروسرجري او نوري څانګي د عینو مېني ۳۵۰ بستریز روغتون ته انتقال کړي.
کندهار ښاريان د ط..البانو له خوا دغه پرېکړه د کندهار د ښار او ولسواليو د اوسېدونکو سره ظلم بولي او په خبره ئې چي د کندهار ښار او ولسواليو خلګ عينومېني ته ژر رسيدګي نه سي کولای او که چيري د عينومېني روغتون ته ناروغ د تداوۍ له پاره انتقالوي نو زيات مصرف ورباندي راځي او د غریبو خلګو د توان څخه وزي.
کندهار ښاريان وايي: (( عینو مېنه د ښار څخه شل کیلومتره لېري ده، اوس چي څوک د لېري ولسوالیو راځي، پخوا به ئې مریض د میرویس حوزي روغتون مخ ته کښته کوئ، خو اوس باید د پنځه سوه څخه تر زرو افغانيو پوري بايد ټکسي ته کرایه ورکړي ترڅو د عينو مېني ۳۵۰ بستريزه روغتون ته ولاړ سي.))
کندهار ښاريان وايي، چي ميرويس حوزوي روغتون د کندهار ښار په منځ کي دئ، چي درملتون، هوټل او د ناروغانو د اړتيا وړ نور ځایونه ورته نژدې دي خو د عينومېني روغتون د ښار څخه لېري او د عينومېني په دښت کي دئ، چي دا د ناروغانو له پاره يوه لويه ستونزه ده.
هغوی وايي، چي د ط..البانو دغه پرېکړه په قصدي خلګ دې ته مجبوره کوي، چي شخصي روغتونونو ته ولاړ سي، ځکه د ترانسپورت مصرف ئې د شخصي روغتون د علاج سره برابر دئ.
کندهار ښاريان د ط..البانو غوښتنه کوي، چي غريب ولس دي د پامه نه غورځوي او په دا ډول پرېکړو دي بېچاره ولس ته اقتصادي ستونزي نور هم نه زياتوي.