کندهارکي د اوبو دکمښت له کبله زرګونه اوسيدونکي داوبو له کمښت سره مخ دي

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کي د کجور سیمي زرګونه اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ دي او وایي، که چیري یې د اوبو ستونزو حل نه سي په دې سیمه کي به د ګوتو په شمېر کورونه پاته سي او نور به ټول کډي کولو ته مجبور سي.

کجکور د شاولیکوټ لیري پرته سیمه ده چي تر اوسه هیڅ خبریال دغه سیمي ته نه وو ورغلی او دا لومړی ځل دی چې د څراغ تلوېزیون خبریالان دغه سیمي ته ورځي.

د یادي ستونزي اړوند نور حال زموږ د همکاري په راپور کي اورو