کندهار ته د بې کیفیته درملو د وارداتو دوام؛ په دغه ولایت کي تازه ۵۰ ټنه درمل سوځول سوي

که څه هم چارواکي وایي، هیواد ته یې د بې کیفیته درملو پر وارداتو کنټرول زیات کړی خو لا هم په زیاته اندازه بې کیفیته درمل کندهار ته راوړل کیږي.
د عامي روغتیا ریاست مرستیال نجیب الله داوري وایي، په کندهار کي يې تازه ۵۰ ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل سوځولي دي.
د هغه په وینا، دغه درمل په تېرو شپږو میاشتو کي عامي روغتیا ریاست د ځینو نورو ادارو په مرسته راټول کړي وو چي ارزښت یې تر درې نیم میلیونه افغانۍ اوړي.
د هغه په وینا، د بې کیفیته او تاریخ تېر درملو په تړاو یې ځيني کسان نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي خو هغه یې د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل.
د کندهار اوسېدونکي وایي، باید د بې کیفیته درملو د وارداتو مخه پر هغه لارو ونیول سي چي افغانستان ته راوړل کیږي ځکه اکثره وخت درمل دلته پر ناروغانو اغېز نه کوي چي لامل یې هم همدا بې کیفیته درمل دي.