کندهار: دصرافي مارکيټ مخ ته دري تنه غله ونيول سول

نن سهار د کندهار ښار د اولي حوزې اړوند د صرافي مارکېت مخ ته امنيتي ځواکونو هغه درې غله تر تعقيب وروسته نيولي، چي غوښتل يې له صرافي مارکېټ څخه غلا وکړي.

ډېر کله ځيني صرافان او تجاران له همدې مارکېټ څخه د غلو له لوري تعقيب سوي او وروسته د وسلې په زور په نورو ساحو کي پيسې ځني اخيستل سوي او ان ځني وخت غلو پر مقابل لوري ډزی هم کړي وي.