کندهار: دوو ریاستونو ته نوي رییسان وټاکل سول

چارواکي وایي، د ا.ا د مشرتابه د حکم پر اساس د افغانستان د طبي شورا مخکنی سرپرست ډاګټر ګل‌محمدعثمان د کندهار د عامي روغتیا ریاست د رییس په توګه او دغه راز د کندهار د عامي روغتیا ریاست مخکنی رییس مولوي محمدآدم مسلم د کندهار د ټرانسپورټ ریاست د رییس په توګه وټاکل سول.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، دغه دوه رییسان د چهارشنبې په ورځ د کندهار مرستیال والي ملا محمدصادق انقلابي او د کندهار ولایت مقام د بشري سرچینو او پراختیا رییس مفتي میرزامحمد زاهد له لوري خپلو دندو ته معرفي او رسماً یې په دندو پيل وکړ.
خبرپاڼه وایي، مرستیال والي په دواړو معرفت غونډو کي په ادارو کي تغیر او تبدیل د یوې ښې حکومتولۍ یو اصل یاد کړی او ټینګار یې کړی چي باید د دې نظام ټول مسوولین له یو بل سره په کارونو کي بشپړه همکاري وکړي.