کندهار: دټولنيزو رسنيو فعال عبدالحکيم الفت له بنده خوشي سو.

عبدالحکيم الفت پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چي په کندهار کي د استخباراتو سره تر يوې میاشتي بند وروسته نن خوشي سو.

هغه لیکلي، چي د ابتدايه محکمې په امر له زندانه خوشي او د خپلي کورنۍ سره يو ځای سو.

نوموړي د خپل نيول کېدو لامل ندی ويلی .

عبدالحکيم الفت په ټولنيزو رسنیو کي فعال دی او زيات مهال د خلګو ستونزي د حل په موخه ليکي.