کندهار: دښورندام په صنعتي پارک کي داور لګيدني له امله درانه مالي زيانونه اوښتي

د کندهار ښار د ښورندام په صنعتي پارک کي د اور لګېدني له امله د تازه مېوو د جالۍ او سبد یا پلاستيکي کریټونو جوړولو فابریکه سوځېدلې چي شاوخوا دوه نیم لکه ډالره زیان یې رسولی.

د فابريکې مسوولين وايي اورلګېدنه نن سهار وختي د برق د شارټۍ له امله رامنځ سوې او په فابریکه موجود جوړي سوي پلاستيکي جالۍ او ټوله ماشینري سوځېدلې.