کندهار: د امنیتي چارو د لا ښه سمون په موخه په ولایت مقام کي لویه غونډه جوړه سوې

د کندهار مطبوعاتي دفتر وایي، په کندهار ولایت مقام کي د کندهار والي، امنیه قومندان، د استخباراتو رئیس، د امنیت آمر، نورو نظامي مسوولینو، د حوزو آمرینو، ولسوالانو، ولسوالیو امنیه قومندانانو او نورو امنیتي کسانو په ګډون د امنیت د لا ښه سمون لپاره غونډه سوې.
د کندهار مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼي له مخي په دې غونډه کي د امنیه قومندانۍ جنايي آمر مولوي فضل‌الحق شاکر ویلي، د نظام د دوام او ټینګښت دنده د ټولو ده او باید خپل مسوولیتونه هر یو په ښه توګه اداء کړي.
د هغه په وینا، مبارزه یې یوازي د الله جل‌جلاله د رضا لاسته راوړلو لپاره وه نو اوسني مسوولیتونه هم باید یوازي د الله جل‌جلاله د رضا ترلاسه کولو په موخه په ښه توګه ترسره سي.
کندهار والي هم په دې غونډه کي ویلي، چي امنیت ډاډمن دی او مسوولین باید تر دې هم د امنیت ټینګښت ته پاملرنه ډېره کړي.
هغه له ټولو نظامیانو غوښتي چي په دنده کي غفلت ونه کړي، د خلکو سره نېک چلند وکړي، پيرې او ګزمې په منظم ډول تر سره کړي.