کندهار: مسوولين وايي خلک، سوداګر او خيريه بنسټونه دي د هرات دزلزله ځپلو سره مرسته وکړي

په کندهار کي هم د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستي په موخه نن د دغه ولایت په اطلاعات او کلتور ریاست کي صندوق ايښودل سوی او هر څوک کولای سي چي د دغه لاري د هرات د زلزله ځپلو ته خپله مرسته ورسوي. د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي انعام الله سمنګاني له ټولو ټولنو، اتحادیو، سوداګرو او نورو شتمنو کسانو څخه غوښتي چي د خیر په دې پروسه کي ځان شریک کړي او خپلي مرستي تر مستحقو کسانو ورسوي.

په اړه بشپړ راپور د څراغ تلویزیون د نن ورځي په مجله کي مه هیروئ