کندهار والي: د اختر په شپو کي دي د امنیت ټینګښت ته پام زیات سي

کندهار والي ملا شرین اخند په کوچني اختر کي د امنیت د لاټینګښت په موخه د حوزو له امرینو او ولسوالانو سره په ناسته کي پر امنیتي تدابیرو ټینګار کړی.
د کندهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي کندهار والي په بېلابیلو برخو کي مسوولینو ته اړیني لارښووني او سپارښتني وکړې.
هغه زیاته کړې، چي د کوچني اختر په شپو او ورځو کي د امنیت ټینګښت ‌ډېر مهم دی، په ځانګړي ډول د اخترونو د لمونځونو امنیت باید خوندي وساتل سي او دغه راز د ترافیکي پيښو د مخنیوي په برخه کي باید له ترافیک پولیسو سره همکاري وسي.
خبرپاڼه وایي، تر هراړخیز بحث او خبرو وروسته په دغه غونډه کي اړیني پرېکړي هم ونیول سوې، د حوزو امرینو او ولسوالانو هم د امنیت د لا ټینګښت ډاډ ورکړ.
په کندهار کي د وروستي ځانمرګي برید له امله یو شمېر کسان له دې ډول نورو بریدونو څخه اندېښنه لري او وایي، په ډاډه زړه د ښار په ګڼي ګوڼي سیمو کي تګ راتګ نه سي کولای.