کندهار والي: په کندهار کي دي نظامي قطعو ته په مرکزي کچه پاملرنه ډېره سي

د کورنیو چارو وزارت څخه راغلي پلاوي له کندهار والي سره کتلي او دلته یې د نظامي قطعاتو د ښه تجهیز په اړه خبري کړي.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، د مولوي حمیدالله آخندزاده په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت څخه یوه پلاوي کندهار ته د خپل سفر په لړ کي له کندهار والي ملا شرین اخند سره د هغه په کاري دفتر کي لیدلي.
د خبرپاڼي د معلوماتو له مخي د پلاوي مشر کندهار ته د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د سپارښتني سره سم سفر کړی، ترڅو دلته په کندهار کي د خاصي او ملي قطعو څخه له نژدې لیدنه وکړي، فعالیتونه یې وګوري، د زده ‌کړو بهیر یې وارزوي، له وسلو او وسایطو یې څار او ارزونه وکړي، ستونزي او غوښتني واوري.
کندهار والي ویلي، د دې دوو قطعو فعالیتونه د ستایني وړ دي او له دوی څخه په خاصو ورځو او خاصو ځایونو کي د امنیت د ټینګښت په برخه کي ګټه اخیستل کیږي.
هغه زیاته کړې، اړتیا داده، ترڅو د کندهار دې دوو قطعو ته په مرکزي کچه پاملرنه ډېره سي او ټولي اړیني اړتیاوي یې پوره سي.