کندهار والي څلورو ولسوالیو ته تللی او د خلکو ستونزي یې اورېدلي دي

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، کندهار والي ملا شرین اخند د کندهار معروف، ارغستان، ریګستان او ښورابک ولسوالیو ته جلا ـ جلا سفرونه کړي، هلته یې د دې ولسوالیو د نظامي او ملکي مسوولینو ترڅنګ له علماوو، مخورو سپين‌ږیرو او عامو خلکو سره لیدلي دي.
مطبوعاتي دفتر نن چهار شنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کي د دغه سفر د وخت په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې يې ده، کندهار والي له علماوو او عام ولس څخه مننه کړې چي په تیرو شلو کالو کي یې له دوی سره همکاري کړې ده.
خبرپاڼه وایي، کندهار والي د علماوو او مخورو نظرونه، مشورې او د خلکو ستونزي او غوښتني واورېدې او هغوی ته یې د حل ډاډ ورکړ.
هغه دغه راز له نظامي او ملکي مسوولینو څخه غوښتي چي د عام ولس ښه خدمت وکړي او امنیت لا هم بشپړ تأمین کړي.