کندهار ولایت مقام: په افغانستان کې د پاکستان سفیر له کندهار والي سره کتلي

د کندهار ولایت مقام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالله نظاماني کندهار ته سفر کړی او په ولایت مقام کې یې له کندهار والي حاجي ملا شرین اخند سره کتلي دي.
په دغه خبرپاڼه کي چي د سه شنبې په ورځ خپره سوې لیکل سوي چي کندهار والي عبیدالله نظاماني ته په پاکستان کي د ټاکنو ترسره کېدو او د نوي حکومت د رامنځته کېدو په موخه مبارکي ویلې.
دغه راز کندهار والي تمه ښوولې چي د پاکستان نوی حکومت د پاکستان او افغانستان دواړو، چي اسلامي او ګاونډي هیوادونه دي او له یو بل سره نژدې اړیکي لري؛ ګټي خوندي کړي او په راتلونکي کي یوه خوندي فضاء جوړه او د دواړو هیوادونو د پالیسو مطابق پروګرامونه تطبیق سي.
په دغه لیدنه کي نظاماني ویلي، چي ډېر ژر به پاکستان ته سفر وکړي او هلته به دا او ورته نوري څرګندوني د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره شریکي کړي.
ولایت مقام وایي، په دې ناسته کي پر یوشمېر نورو موضوعاتو هم بحث او خبري سوي دي.
دغه لیدنه پر داسي مهال کیږي چي په تېرو څو ورځو کي د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي څو ځله پاکستاني ځواکونه او طالبانو نښتي کړي.