کندهار څو لسیزي وروسته شدیدي زلزلې ولړزاوه

له پیښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي، تیره شپه د سهار څه باندي درې بجې د ریښتر په کچه ۴.۷ درجې زلزلې د کندهار او شاوخوا سیمي لړزولي دي.

د راپور له مخي، د زلزلې مرکز د «سپین بولدک» ولسوالۍ ۴۱ کیلومترۍ کي شمال ختیځ او تر مځکي لاندي لس کیلومتره ژوروالي کي ثبت سوی دی.

د کندهار له پېښو سره د مبارزې ریاست همداراز ویلي، چي د ښار په مرکز او نږدې سیمو کي هېڅ ډول مالي یا ځاني زیان نه دی رامنځته سوی خو د سپین بولدک، شورابک او معروف ولسوالیو په اړه لا هم څېړني رواني دي، او تر دې دمه د دغو سیمو د احتمالي زیانونو په اړه کره معلومات نسته.

د یادولو ده چي کندهار د هیواد یو هغه ولايت دی چي د زلزلو امکانات پکښي زیات کم دی، تر دې وړاندي ۵۴ کاله وړاندي په وروستي ځل په دغه کچه زلزله سوې وه.