کندهار ښاريان: د موټرسيکل د اسنادو ماليه زموږ تر توان وتلې ده

ط..البانو په کندهار کي ټولو موټرسيکل چلوونکو ته خبرداری ورکړی، چي ژر تر ژره دي د خپلو موټر سيکلانو له پاره اسناد واخلي.
سرچينې وايي ط..البان پر يوه عراده موټرسايکل باندي اووه زره افغانۍ ماليه اخلي او ۶۰۰ افغانۍ ورڅخه ښار والي اخلي.
کندهار ښاريانو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي په دغه کمزوري اقتصادي وضعيت کي دومره زياته ماليه دولت ته نه سي ورکولای.
د هغوی په خبره چي ځوانان بېکاره دي او د خپل کورنۍ او اولادو له پاره يوه ګوله ډوډۍ هم نه سي پيدا کولای نو د يوه موټر سيکل د ثبت له پاره خو دومره پيسې بېخي نه سي ورکولای.
هغوی د ط..البانو څخه غوښتنه کوي، چي د خلګو اقتصادي ستونزو ته په کتلو دي داسی ماليه وټاکي چي د ولس په توان کي وي.