کندهار ښاريان شکايت کوي؛ چي ښاروالۍ کثافات پر خپل وخت نه ټولوي

د کندهار ښار اوسېدونکي شکايت کوي، چي د کندهار ښاروالي دکندهار ښار په بېلابېلو ساحوکي د ښاروالي له خوا ايښودل سوي کثافت دانۍ پر وخت نه پاکوي او په خبره ئې چي ډېر وخت د کثافتو څخه ډکي وي او ښاروالي ورته پاملرنه نه کوي.
کندهار ښاريان وايي، چي د کثافت دانۍ سره په څنګ کي د ښار په بېلابېلو ساحو کي خلګو د کور کثافت راباسي او پر عامه ځایونو ئې غورځولي وي، که چيري ښاروالي ورته پاملرنه ونه کړي نو د کندهار ښار ښاري ښکلا به نوره هم خرابه سي.
د هغوی په وينا د ښاري کثافت دانيو پر خپل وخت او دوامداره نه پاکول د ښار د بې نظمیو او بد رنګیو تر څنګ د بیلابیلي ناروغۍ سبب هم کېږي.
کندهار ښاريان د کندهار ښاروالۍ څخه د ښار د پاک ساتلو په برخه کي د اقدام غوښتنه کوي.