کندهار کي اور لګېدني ۴ کسان ژوبل کړي او میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی

د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کي د شنبې په ورځ سهار شاوخوا ۱۰ بجې د یوې اور لګېدني له امله څلور کسان ژوبل سوي دي او دغه راز مالي زیان هم اوښتی.

د کندهار د پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس عبدالسلام عمري وایي، اور لګېدنه د کندهار سيټي سنټر په درېیم منزل کي د لمریزي برېښنا د شارټۍ له امله رامنځ ته سوې ده.

د هغه په وینا، ژوبل سوي کسان د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول سوي او د هغوی روغتیايي حالت ئې د ډاډ وړ یاد کړی دی.

د دغه مارکېټ دوکانداران وایي، اور لګېدنه د ښځو د کالو خرڅولو په یوه مارکېټ کي رامنځ ته سوې او لسګونه میلیونه افغانۍ تاوان ئې اړولی؛ خو تر اوسه یې د زیان په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل سوي.