کندهار کي تېره یوه میاشت ۳۳ زره جریبه مځکه له غصب څخه راګرځول سوې

د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ریاست اړوند د مځکو د غصب مخنیوي او د غصب سویو مځکو د استرداد ولایتي کمېسیون له لوري په تېره یوه میاشت کې ۳۳ زره جریبه دولتي مځکه له غصب څخه بیرته راګرځول سوې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول محمد حنیف حقمل وايي، د کندهار په مرکز او ۱۹ ولسوالیو کې تېره میاشت ۴۲ زره درې سوه جریبه مځکه تر څېړني او بررسۍ لاندي وه، چي له دې څخه یې ۳۳ زره جریبه دولتي مځکه تشخیص او تثبیت سوه.
د هغه په وینا، د دولتي مځکو د غصب راګرځول ورته لومړیتوب لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چي امارتي مځکي د شخصي ګټي په موخه وکاروي.
د عدلیې وزارت د مځکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېرو کلونو کي د هیواد په سطه میلیونونه جریبه دولتي مځکه له غاصبینو را وګرځولې ده او دا لړۍ لا هم روانه ده.