په کندهار کي د ميرويس خان نيکه او علیحضرت احمدشا بابا د زيارتونو او کور د رغوني چاري پيل سوې.

په کندهار کي د پنجشنبې په ورځ ناوخته د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا د حاجي ميرويس خان نيکه او د لوی امپراتور عليحضرت احمدشا بابا د زيارتونو ترڅنګ د احمد شابابا د کور او په سپين بولدک ولسوالۍ کې د احمدشاهي حوض د رغوني چارې پيل سوې.

په همدې موخه د اطلاعات او فرهنګ وزیر کندهار ته راغلی وو چي دلته ئې لومړی د میرویس خان نیکه له زیارت، او بیا د احمد شاه بابا له کور او مقبرې څخه لیدنه وکړه.