کندهار کي د ترافیکي پېښو زیاتوالی؛ په دغه ولایت کي نن سهار په یوه ترافیکي پېښه کې دوه تنه وژل سوي

د کندهار امنیه قومنداني وايي، د اتمي حوزې اړوند په سرپوزه سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، دا ترافیکي پېښه نن یکشنبه سهار د ټېلر موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځ ته سوې چي پر مهال یې د موټرسایکل دواړه سپرلي وژل سوي دي.
هغه د دې ترافیکي پېښي د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو مسوولینو مخکي ویلي، چي دا ډول پېښي زیات وخت د چلوونکو د بې احتیاطۍ، تېز تګ راتګ او ترافیکي قوانینو نه مراعتولو له امله رامنځ ته کيږي.
تېره جمعې ورځ هم د کندهار ښار په چوڼۍ سیمه کي هم د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان چي پر موټر سایکل سپاره وه وژل سوي وه.