کندهار کي یوې نامزادي نجلۍ ځان وژنه کړې

امنیتي مسوولین وايي، چي د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کي یوې نامزادي ۲۰ کلني نجلۍ د زراعتي شفتې یا شیرې درمل خوړلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، د سعیدې په نوم دغه نجلۍ پرون په خپل کور کې د نباتانو د شفتې دوا خوړلې او وروسته یې په میرویس حوزوي روغتون کي ساه ورکړې.
د هغه په وینا، تر اوسه د دغه نجلۍ د ځان وژني لامل نه دی معلوم؛ خو دوستان یې وايي، یادي نجلۍ رواني لرل.
بل خوا ځیني سرچینې وايي دغه نجلۍ یوه سپین ږیري کس ته په نکاح سوې وه ځکه یې ځان وژنه کړې خو امنیتي چارواکو دا ادعا رد کړې ده.
د دغه نجلۍ د کورنۍ غړیو د هغې د ځان وژني په اړه څه نه دي ویلي.