کندهار کښي د برېښنا رياست د پوروړو مشتريانو لينونه پرې کړي؛ ښاريان بيا دې ګرمۍ کښي دا بې انصافي بولي

د کندهار حوزوي بریښنا رياست په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويلي دي، چي د کندهار ښار په بېلابیلو سیمو کښي د برېښنا د پوروړو مشتريانو د میټرونو لاين پرې کولو کمپاین ئې ترسره کړی، چي په پایله کښي د (۲۹۰) پوروړو مشتريانو د میټرونو برېښنا قطع کړې، چي د برېښنا د لګښت بليونه ئې له دوو دورو یا (۵۰۰۰) افغانیو څخه زیات وه.
په ورته وخت کښي بيا د‌ کندهار يو شمېر اوسېدونکو او ټولنيزو فعالانو د کندهار د حوزوي برېښنا رياست دغه اقدام ته په غبرګون کښي ويلي، چي دولتي مامورينو له دوو مياشتو راهيسي معاش نه دئ اخيستی نو هغه کسان د برق د بيل پيسې د کوم ځای څخه ورکړي، د هغوي په خبره، چي د ښوونکو معاش خو د يوه طرفه کم دئ او له دوو مياشتو راهيسي ئې معاش هم نه دئ اخيستی. د هغوی په وينا چي دا پرېکړه په دې ګرمۍ کښي بې انصافي ده.
د ټولنيزو رسنيو يو تن کارونکي ليکلي دي:« په دې ګرمي کښي د برق بیل د نه تحویلېدو په خاطر د هغه چا په ځانګړي ډول د معلم، مامور، معلول او امنیتي ساتونکي برق قطع کول، چي حکومت ئې معاش نه وي ورکړی، بې عدالتي او لویه ځورونه ده، کارونه ولاړ دي، بېکاري زیاته ده، داسي خلګو ته حوصله وکړئ، ژوند یې عذاب مه ګرځوئ.»
د ټولنيزو رسنيو يو بل کارونکی بيا وايي، چي د ګرمۍ په موسم کښي دي ولس ته دغه ډول سزا نه ورکوي يوه بله لار دي غوره کړي.
هغه پر خپل فېسبوک پاڼه باندي ليکلي دي:«بغیر د برق د لین د قطع کولو نوري لاري هم سته؛ ګرمي ده سور ټک دئ، د ښار تنګ کورونه دي، د خلګو اقتصادي وضعیت هم خراب دئ، ماشومان، مېرمني، سپينږیري، سپینسرې او مریضان په کورونو کښي سته.دا ډول اجراعات هغه هم پر کمزوري طبقه مطلق بیځایه دي. پوره کورنۍ ته جزاء باید ورنه کول سي.»
بايد وويل سي، چي دې وروستيو کښي ط..البان د ولس څخه ماليه يا دې ته ورته د نورو خدماتو د پيسو غوښتنه کوي، خو له دوو مياشتو راهيسي ئې دولتي کارمندان ته معاش نه دئ ورکړی او د بېکارۍ ګراف هم ورځ تر بلي مخ پر لوړېدو دئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *