د کندهار د ډنډ ولسوالۍ دپوهني امر سعيد احمد سالار د يکشنبې په ورځ نامعلومه وسلوالو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې دمعلوماتو له مخي نوموړی د سهار دلمانځه له پاره مسجد ته پر لاره وو، چي نامعلومه کسانو ويشتلی او وژلی دئ.
د يادي پېښه انګېزه تر اوسه پوري څرګنده نه ده.