کندهار کې د لسګونو ځوانانو له خوا د یوه کمپاین په ترڅ کې د ویني سرطان ناروغانو ته ۶۷۰۰۰ سي سي ورکول سوه

د میرویس روغتون ډاکټران وايي له دوی سره په روغتون کي شاوخوا ۱۸ سوه د ویني سرطان ناروغان ثبت دي چي په هره اونۍ کي یو ځل وینه غواړي.
دغه ناروغانو ته د پوره ویني چمتو کولو په موخه د اطلاعات او فرهنګ ریاست له میرویس روغتون سره په همږغۍ د ویني راټولولو کمپاین تر سره کړ چي له ۱۴۰ تنو څخه ۶۷۰۰۰ سي سي وینه راټوله سوې.
ځوانان وایي، د ویني په ورکړه سره یوه روغ کس ته هیڅ زیان نه رسيږي نو لازمه ده چي د ویني سرطان یا نورو ناروغانو ته وینه ورکول سي.
د میرویس رغتون ډاکټران وایي، له دوی سره په روغتون کي ۱۸۰۰ تنه د ویني سرطان ناروغان ثبت دي چي هره اونۍ وینه غواړي نو خلک دي هم له خپلو هیوادوالو سره د ویني مرسته وکړي.