کوترش : په پوهني، کار او رهبرۍ کي د ښځو له رول پرته افغانستان نړیوال سټیج کي خپل ځای ته نه سي رسیدای

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش د دوشنبې په ورځ ویلي، چي نجوني او میرمني په افغانستان کي د جنسیتي تبعیض او استبداد ژور کړکیچ سره مخ دي.

ګوترش د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ترڅ کي د افغانستان په راتلونکي کي د افغان میرمنو د شمولیت تر نامه لاندي غونډه کي وویل، افغانستان په اوس وخت کي د ډیرو ستونزو سره مخ دی خو تر څنګ یې دا هم زیاته کړه چي د تعلیم یافته میرمنو پرته، د کار او روزګار او رهبرۍ په نقشونو کي د میرمنو شتون پرته به دا هیواد ونه سي کولای چي په نړیوال سټیج کي خپل سم ځای ولري.

تر دې وړاندي هم ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی وو چي د میرمنو په برخه کي د حکومت کړه وړه هغه څه دي چي افغانستان یې د نوري نړۍ څخه څنډي کیدو ته اړ کړی.

د ګوترش په وینا افغان میرمنو او نجونو ملګرو ملتونو ته ویلي چي په افغانستان کي ځانونه نامصؤنه، نا هیلي او منزوي سوي احساسوي او نه سي کولای چي ټولني او خپلو کورنیو سره مرستي وکړي.

بل خوا اسلامي امارت د هیواد چارو په مخته وړلو کي د نړیوالي ټولني او ملګرو ملتونو دا ډول څرګندوني په کورنیو چارو کي لاسوهنه بولي او استدلال کوي چي ټول کارونه یې د شریعت پر اساس دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *