کورنیو چارو وزارت، پر شخصي وسایطو د دولتي هارنونو او نورو دولتي نښو لګول منع اعلان کړل

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویلي چي له دې وروسته هیڅوک نه سي کولای چي په شخصي وسایطو کي دولتي هارنونه، اشارې او نوري دولتي نښي ولګوي.
دغه وزارت زیاته کړې چي د اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام د ۱۵۲ ګڼې فرمان پر بنسټ او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د هدایت له مخي د شخصي موټرونو خاوندانو ته خبر ورکول کیږي چي په شخصي وسایطو کي د دولتي هارنونو، اشارو او نورو دولتي نښو له لګولو څخه ډډه وکړي.
د سرچینې په وینا، په دې برخه کي به له سر غړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
د هیواد په ډيری ولایتونو کي له دې وړاندي پر چیک پواینټونو ولاړ او په ګزمه بوختو نظامیانو په اړه هم ویل سوي چي باید له وسلې سره په شخصي جامو کي ونه لیدل سي خو خلک وایي، دا ستونزه لا هم سته او ډېری نظامیان په شخصي جامو کي وسلې ګرځوي.