کورنی تاوتريخوالی: غزني کي يوې ميرمني ځان وژنه کړې

د غزني څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د‌ دغه ولايت د مقر ولسوالۍ په بهاوالدين کلي کي يوې ځواني ښځي ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي دغي ميرمني د کورني تاوتريخوالي د امله ځان وژنه کړې ده.
سرچينه زياتوي، چي دغه ميرمني يو کال مخکي واده کړی وو.
دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په کندهار، ننګرهار او غزني کي دريمه د ځان وژني پېښه ده، چي ترسره کېږي.