کوچیان وايي د عدلیې وزیر د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکمونه نه مني

د کوچیانو ځینو مشرانو ویلي، چي د عدلیې وزیر د کوچیانو د استوګني په تړاو د پخواني ولسمشر کرزي حکمونه نه مني.

په لوګر ولایت کي د کوچیانو ځینو مشرانو د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا یولړ پخواني صادر سوي حکمونه او د مځکو اړوند اسناد له رسنیو سره شریک کړي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلي واکمنۍ پرمهال په ۱۳۸۹ کال کي د لوګر ولایت هغه وخت والي ته حکم کړی چي په دغه ولایت کي د کوچیانو د ځای پرځای کولو لپاره بېړني ګامونه واخلي او د ټاکل سوي کمېسون له خوا تثبیت سوې مځکه کوچیانو ته ورکړل سي.

کوچنیان وایي، چي ټول اسناد په لاس کي لري او څو ځله یې له عدلیې وزارت سره شریک کړي، خو هغوي یې له منلو انکار کوي او له بېلابېلو لارو غواړي پر دوی فشار راوړي.

چارواکو تر اوسه د کوچیانو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.