کیم جون اون : که جنوبي کوریا او یا متحده ایالتونه یې پر خاوري برید وکړي، ځواکونه به یې له ځنډ پرته له اټومي وسلو څخه کار واخلي

د شمالي کوریا مشر کیم جون اون وايي که جنوبي کوریا او یا متحده ایالتونه یې پر خاوري برید وکړي، ځواکونه به یې له ځنډ پرته له اټومي وسلو څخه کار واخلي.
دا په داسي حال کي ده چي جنوبي کوریا په همدې اونۍ کي پوځي رسم ګذشت وکړ او ولسمشر یې یون سوک یول ګواښ وکړ که شمالي کوریا له اټومي وسلې څخه کار واخلي، رژیم به یې له منځه ولاړ سي.
هغه وویل که شمالي کوریا دا کار وکړي، د دوی او د متحدو ایالتونو د پوځ له غوڅ او ګډ غبرګون سره به مخامخ سي.
خو د شمالي کوریا ولسمشر د جنوبي کوریا ولسمشر «ګوډاګی» او «‌غیرنورمال» شخص یاد کړی.
جنوبي کوریا اټومي وسلې نه لري، خو د متحدو ایالتونو تر اټومي چتر لاندې دی.
څو اونۍ مخکي د شمالي کوریا ولسمشر د خپل هیواد د یوریانیمو د بډا کولو د یوې بټۍ تصویرونه خپاره کړل او د لا تقویت لپاره یې د نورو سنترفیوژنونو غوښتنه وکړه.
پیویانګ یانګ په ۲۰۰۶ کال کي د اټومي وسلو ازموینه وکړه او لا هم د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *