ګارډين ورځپاڼه: د ط..البانو د زندان څخه ازاده سوې بريتانيوۍ جوړه بريتانيا ته رسېدلې

ګارډين ورځپاڼي په نشر سوي راپور کي ويلي چي د ط..البانو د زندان څخه ازاده سوې بريتانيوۍ جوړه خپل هيواد ته رسېدلې ده.
ګارډين ورځپاڼي ليکلي چي د پیټر رینولډز او باربي رینولډز په خپل هيواد کي د خپلي کورنۍ سره يو ځای سوي او د کورنۍ غړو ئې هر کلی کړی.
د دغي ورځپاڼي په حواله چي د پیټر رینولډز او باربي رینولډز کورنۍ د قطر د دولت څخه د هغوی د ازادلو په برخه کي د دغه هيواد د هڅو مننه کړې.
بايد وويل سي، چي دغه بريتانيوۍ جوړه د اوږدې مودې راهيسي په افغانستان کي د ط..البانو په بند کي بنديان وه، چي د قطر د دولت په هڅو د ط..البانو د زندان څخه هغوی ازاد سوي او بريتانيا ته تللي دي.