ګوتریش د روژې میاشتي په رارسېدو سره په نړۍ کي د سولي د ټینګښت هیله کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د روژې مبارکي میاشتي په رارسېدو سره په نړۍ کي د سولي د ټینګښت هیله کړې او زیاته کړې یې ده چي دا د پيوستون میاشت ده.
هغه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د دې میاشتي د رارسېدو په مناسبت مبارکي ویلې ده او له اړمنو او بې وزلو کسانو سره یې پر مرستو ټینګار کړی.
هغه پر خپله ایکس پاټه لیکي چي له بده مرغه، ډیری به دا میاشت په داسي حال کي ولمانځي چي د جګړو، بې‌ ځایه ‌کیدو او بیري سره مخ وي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې، چي د غزې له خلکو سره په دې سخت وخت کي خواخوږي څرګندوي او هیله لري، چي د روژې مبارکه میاشت به سوله راولي.