ګوترېش وایي، په ۲۰۲۵ کي هیوادونه باید نړۍ په خوندي لور روانه کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش په یوه پیغام کي ویلي، د لوړي کچي تودوخي لسیزه پای ته رسېدلې، چي د ۲۰۲۴ زیږیز کال په ګډون پکښي تېر لس کاله شامل وه.
ګوترېش زیاته کړې، چي په ۲۰۲۵ کي هیوادونه باید نړۍ په یوه خوندي مسیر روانه کړي، هیوادونه باید شنه ګازونه په پراخه کچه راکم کړي او د نوي راتلونکي پر لور بدلون ته ملا وتړي.
ګوترېش په دغه پیغام کي زیاته کړې ټول باید د تباهۍ لاري بدلي کړي او نور دومره وخت نسته چي ضایع سي.
تېر لس کاله په ځانګړي ډول ۲۰۲۴ کال د تاریخ تر ټولو ګرم کال ثبت سوی دی.