ګڼو لوېدیځو هېوادونو د اسد د رژیم سقوط د عدالت د تامین په معنی بللی

ګڼو لوېدیځو هیوادونو د بشار اسد د رژیم سقوط د عدالت د تامین په معنی بللی او ویلي یې دي چي د سوریې خلک له کړاوه خلاص سول.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا کړې چي د اسد رژیم لسګونه زره خلک شکنجه او ووژل د دغه رژیم سقوط یو تاریخي فرصت دی چي د سوریې خلک یو ښه راتلونکی ځان ته جوړ کړي.
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ چي هیواد یې څه باندي یو میلیون او دوو لکو سوریایانو ته پناه ورکړې بشار اسد د زرګونو بې‌ګناه خلکو د وژني مسوول بللی او هیله یې ښوولې چي سوریه سولي او ثبات ته ورسېږي.
بشار اسد او کورنۍ یې د راپورونو له مخي مسکو ته تللې او هلته یې پناه اخیستې ده.
بشار اسد څه باندي ۲۴ کاله په سوریه کي واک وچلاوه، خو د واکمنۍ لویه برخه یې په کورنیو جګړو، د ایران په نیابتي جنګونو او ترهګرۍ ضد عملیاتو کي تېره سوه.
بل خوا امریکا په سوریه کي د داعش د بیا حضور د احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په خپلو تازه بریدونو کي یې هلته د داعش اړوند ۷۵ مرکزونه په نښه کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت یا (پنټاګون) اعلان کړی چي د سوریې په ختیځ کي به خپل حضور ته دوام ورکړي او په سوریه کي د داعش د بېرته راتګ د مخنیوي لپاره به لازم اقدامات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *