ګیتس بنسټ او قطر په افغانستان کي د پولیو له منځه وړلو ژمنه کړې

د «بیل میلندا ګیټس» بنسټ وايي چي سږ کال به د قطر او څو نورو هیوادونو په ملاتړ په افغانستان او پاکستان کي د پولیو د له منځه وړلو پروګرام پیل کړي.
د ګیټس بنسټ د نړیوالي پراختیا مشر «کریس الیاس» له ګلف ټایمز سره په مرکه کي ویلي چي دا بنسټ به د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کي له بېلابېلو هیوادونو سره په همکارۍ د واکسیناسیون پروګرامونو او د روغتیايي زیربناوو د ښه کولو له لاري د پولیو پر وړاندي مبارزه پیل کړي.
ویل کیږي چي د ګیټس بنسټ او قطر، متحده عربي امارات او سعودي عربستان د افغانستان د بیارغوني صندوق له لاري د دې سیسټم لپاره مالي ملاتړ کوي.
دا په داسي حال کي ده چي افغانستان او پاکستان دوه یوازیني هیوادونه دي چي پولیو پکښي لا تر اوسه له منځه نه ده وړل سوې او لا هم د کوچنیانو ژوند اخلي.